د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د تولید زیاتوالی به قیمتونه راکم نکړي


ایران وايي د تیلو د تولید زیاتوالی چې د متحده ایالاتو لخوا یې غوښتنه شوې ده، به د تیلو نه په ډکو مارکیټونو کې قیمتونه راکم نکړي. د ایران د تیلو وزیر غلان حسین نوزاري نن په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د تیلو د تولید زیاتول به په بازار کې د ضرورت خلاف عرضه زیاته کړي.

د جمعې په ورځ سعودي عربستان د جمهور رئیس جورج بوش دا غوښتنه رد کړه چې له دغه ملک څخه یې غوښتي وو چې خپل د تیلو تولید زیات کړي. ایران له سعودي وروسته د نړۍ تر ټولو ستر د تیلو تولیدونکی هیواد دی. د جمعې په ورځ د تیلو د یوه بیرل قیمت ١٢٨ ډالرو ته ورسید.

XS
SM
MD
LG