د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د ملي موزیم تاریخي اثار د نندارې لپاره واشنگټن ته را وړل شوي


په واشنگټن کې د امریکا ملي گالري په نړی کې د هنر یو ستر موزیم دی.

د نشنل جیوگرافیک په مرسته په دې گالري کې د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون پرانیستل شوی دی.

د ملي گالري رئیس ایرل پاول ددې نندارتون په اړه وویل: ”هنر د هر کلتور مرکزي سټه ده او زه هیله کوم چې د افغانستان دا بډایه تاریخي اثار به د محصلینو او علاقمندانو پام ځانته واړوي چې بل هیڅ شئ دومره توجه نه شي جلبولی."

په دې نندارتون کې دوه سوه هغه اثار ښودل شوي دي چې د وریښمو په لار د غني کلتورونو وده او په افغانستان کې د تمدن د دوه زره او پنځه سوه کلونو پخوانۍ نښې نښانې په ډاگه کوي.

د اثارو تر څنگ یو مستند فلم هم نندارې ته وړاندي شوی چې ددې اثارو د کاریدو په جریان کې د افغانستان تاریخ بیانوي.

په دې فلم کې د افغانستان د ملي موزیم د هغو مامورینو قصه هم شوي چې د افغانستان د تاریخي اثارو د خوندي ساتلو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولي وو.

داسي ویره موجوده وه چې دغه اثار غلا شوي او یا هم له منځه تللي دي خو د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ددې اثارو د موندل کیدو خبر د خلکو له پاره د خوښي زیرئ وو.

د باختري دور ځلانده خزانه په لومړي ځل په ١٩٧٨ کې وموندل شوه او په افغانستان باندي د روسي ځواکونو د برید په وخت د ناسمو حالاتو له مخې په بیړه په یو پټ ځای کې خوندي شوه.

ددې خزانې کلیگانې د افغانانو سره وې او په ٢٠٠٣ یم کې یې دا جوته کړه چې خزانه د روسانو د یرغل، د کورنئ جگړې او طالبانو په دوران کې خوندي پاتي شوی ده.

یوه کلي د عمرا خان مسعودي سره وه. دی وایي: "که څه د افغانستان د حکومت له پاره دغه اثار له افغانستان نه د باندي نندارې ته وړاندي کولو پریکړه اسانه کار نه وه، خو نړیوالو ته د افغانستان د نژدې جگړه ایز تاریخ نه پرته ددې تاریخي هیواد د ځلانده تصویر وړاندي کولو یوه غوره لار هم بلل کیږي."

-----------------------------------------------------------------

XS
SM
MD
LG