د لاس رسي وړ اتصالات

قران عظیم الشان ته یی بې احترامي - بش د خلکو نه بښنه غوښتی دی


عراقي چارواکي وایی د امریکا جمهور رئیس جورج بش په عراق کی د امریکایی عسکرو د یوی ډلی هغه کړنی نه بښنه غوښتی چی سپیڅلي قران عظیم الشان ته یی بې احترامي کړې وه.

په هغه اعلامیه کې چی د صدر اعظم نوري ال مالکی د دفتر له خوا خپره شوه، ویل شوی چی ښاغلی بش ددوشنبې په روځ ناوختی د ښاغلي مالکي سره په تیلفون کی وغږید او ددې پیښې په خاطر یې معذرت وغوښت.

نن په بله اعلامیه کی چی د بش ددفتر له خوا خپره شوه ویل شوی چی دا عسکر به محاکمه شي.

ښاغلی مالکي جمهور رئیس بش ته وویل چی دا کار په عراق کی د خلکو د قهر او غضب سبب شوی دی.

XS
SM
MD
LG