د امریکا د اتومي چارو استازی کریسټوفر هیل د شمالي کوریا د اتومي چارو له استازي کیم کیکوان سره په چین کې خبرې کوي.
دواړه استازي نن ددې خبرو لپاره پیکینگ ته ورسیدل چې د شمالي کوریا د اتومي پرواگرام د بندولو لپاره د حل لار راوباسي.
ددغو استازو د جرگې په هکله مخکې خبر نه و خپور شوی او له بله پلوه داسې هېلې زیاتې شوي چې شمالي کوریا به خپل ټول اتومي فعالیتونه په ډاگه کړي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کریسټوفر هیل به د چین له چارواکو سره هم وگوري او د هفتې په ورستیو ورځو کې بې روسیې ته ولاړ شي.