د لاس رسي وړ اتصالات

بش د پوهنتون فارغان د خپلې خوښى خدمتونو ته هڅوي


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د پوهنتون په فارغ التحصېلانو باندى غږ کړېدى چې د خپلو وطنوالو، کورنېواو ځان په برخه کې شخصى مسوولېت د قبلو ېودود غوره کاندى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د شنبى په ورځ د جنوبى کرولاېنا د فرمن په پوهنتون کې چې په گرېنوېل نومى اولسوالى کې پروت دى په ېوه لمانځنه کې خبرى کولى.

په دغه غونډه کې د جنوبى کرولاېنا والى مارک سانفورډ هم گډون کړى و. ښاغلى بش د پوهنتون فارغان دېته وهڅول چې په هېواد کې دننه او له هېواد نه بهر په خپله رضا د کارونو دکولو لپاره داوا طلب سى.

هغه ووېل چې په امرېکا کې تر بل هر وخت په خپله خوښه د کارونو کول اوس زښت زېات دى. ښاغلى بش ووېل دامرېکا تبعه چې په خارجى هېوادونو کې په خپله خوښه او رضا کارونه کوى هغوى د امرېکا رېښتونى څېره دنېاوالوته څرگندوى.

ښاغلى بش شاگردانو ته ووېل چې د سږکال په انتخاباتوکې خپله مدنى وظېفه ېعنى دراېو ورکول سرته ورسوى.

هغه له هغو شاگردانونه هم مننه وکړه چې دامرېکا په پوځ کې د خپلې خوښې کارونو ته حآضر شوېدى.

ښاغلى بش ددې خبرى ېادونه هم وکړه چې دده پلار مشر جورج بش او پخوانى جمهور رئېس پنځه وېشت کاله مخکى د فرمن په پوهنتون کې په هغو مراسمو کې گډون او وېنا وکړه چې والى مارک سان فورډ په کى فارغ التحصېل شوى و.

هغه ووېل داد بش د کورنى لپاره چې دوه نسلونو ېې دلته خبرى کړېدى، ېو غټ پرمختگ بلل کېږى.

XS
SM
MD
LG