د اسرائیلو صدر اعظم ایهود المرت متحده ایالتونو ته د خپل درې ورځني سفر مخکې د فلسطین له جمهور رئیس محمود عباس سره خبرې کړې دي.
له دغو خبرو یوه ورځ مخکې اسرائیلو اعلان وکړ چې د ختیځ بیت المقدس په لانجمنه سیمه کې تقریبا ٩٠٠ کورونه جوړوي.
فلسطینیانو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې دا کار د سیمې امنیت ته تاوان رسوي.
صدر اعظم المرت او جمهور رئیس محمود عباس په تیر نومبر کې د سولې خبرې بیا پیل کړې، خو دغه خبرې ډیرې ورو پر مخ ځي.
د روغې جوړې دغه خبرې کیدای شي له صدر اعظم ایهود المرت نه د اسرائیلو ددې غوښتنې له آمله هم زیانمنې شوې وي، چې پر ده باندې د فساد د تورونو له آمله څوکئ پریږدي.
د اسرائیلو حاکم د کدیمه گوند د جمعې په ورځ وویل چې د ښاغلي المرت پر ځای د بل کس د ټاکلو لپاره تیاری نیسي خو المرت ویلي چې څوکئ به پرې نږدي.
پر المرت تور دی چې له یوې امریکايي سوداگر نه یې ډیرې پیسې د رشوت په ډول اخیستي دي.