د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: په چاودنه کې اته کسان وژل شوېدى


د پاکستان چارواکى وايي دډنمارک د سفارت نه بهر ېو موټر بم چول شوېدى؛ په دغه چاودنه کې لږ تر لږه اته کسه وژل شوېدى او لس دولس تنه زخمى شوېدى.

خو تراوسه پورې ددغى چاودنى مسوولېت چا په غاړه ندى اخېستى.

عېنى شاهدان وايي چې موټر بم د سفارت له دروازې نه بهرنن ماسپښېن دوخته وچاودېده. په چاودنه کې د سفارت امنېتى پوسته خرابه شوېده او شاوخواته موټر ېې هم خراب کړېدى.

د سړک بلى غاړى ته چې د ملگرو ملتونو له خوانه ېوه اداره تموېل کېدله هغى سخت زېان لېدلى دى. ډنمارک ته د ترورېستى حملو گواښونه ځکه کېږى چې د ډنمارک څو ورځپاڼو د تېرې فبرورى په مېاشت کې هغه کارتونونه خپاره کړل چې د اسلام پېغمبر ېې له داسى پټکي سره ښوده چې بم ته ورته و.

د امرېکا غږ خبرېالان چې دبم چاودنى ځاى ېې لېدلى دى وايي چې په سړک کې له چاودنى نه وروسته تقرېبا ېو مېتر ځاى ژور شوېدى او د سفارت بهرنى دېوال ېې خراب کړېدى.

پردى سربېره لس دولس موټرونه هم په دغه چاودنه کې خراب شوېدى. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش په دغه پېښه کې د قربانېانو کورنېو ته د خواخوږى پېغامونه استولى دى. پولېس وايي چې په مړو کې اکثرېت د پاکستان امنېتى ساتونکى دى.

داسى معلومېږى چې ېوخارجى هم د دغې پېښې په قربانېانو کې شامل نه وى. رپوټ وايي چې د چاودنى په وخت کې ېوازې ېو څو ډنمارکېان په سفار ت کې ول. د ډنمارک خارجه وزېر پېر سټېگ مولر په کوپنهاگن کې ووېل چې دغه چاودنه غندى.

دغه چاودنه د اسلام اباد په ېوه ډېره لوکسه علاقه کې چې زېاتره خارجى دېپلوماتان پکى اوسېږى شوېده.

XS
SM
MD
LG