د چېن د ژغورنى ماموران نن د سېچوان د سېمى په غرونو کې په هغه هېلېکوپټر پسى لټه کوى چې د شنبى په ورځ ېې ټکر کړېدى او له نولس کسان پکى سپاره ول.
په دغو کسانو کې د روغتېا ماموران او د زلزلې نه پاتى شوى کسان هم شامل ول.
د چېن سرکارى اژانس زېنهوا رپوټ ورکوى چې په دې برخه کومى نښې نښانې نشته چې د آېم آى –١٧١ هېلېکوپټر څنگه رالوېدلى دى.
خو چارواکى واېې چې سخت بادونه او گردوغبار په دغه سېمه کې موجود و چې هېلېکوپټر پکى ورکه شوله.
د ېکشنبى په ورځ تقرېبا زرهاو ماشومانو چې د مى په دولسمه نېټه په زلزله کې وژل شوى ول، مېندو او پلرونو د ماشومانو لپاره ېوه نړېواله ورځ په غم اوخواشېنى ولمانځله.
تقرېبا سل تنومېندو او پلرونو د ېکشنبى په ورځ داورځ د جاى وان په ښارگوټى کې چې منځنى ښوونځى پکى رالوېدلى و دا ورځ ولمانځله.
د ښوونځى په ودانى باندى ېو بېرغ ځړول سوى او پرهغو چارواکېو ېې غږکاوه چې د تعمېر د ناوړه کېفېت پړه ېې پر ې ور اچوله او وېل ېې چې د وېنو پور دې ورکړي.
ډېر مېندى اوپلرونه په دې عقېده دى چې فاسدو چارواکېو د ښوونځى دودانۍ د خوندى توب معېارونه په نظر کې نه و نېولى ځکه ددوى پرماشومانو را ولوېده.
د زېنهوا خبرى اژانس وايى د حکومت ېوه مفتش د ښوونځى په ودانى کې ېوداسى پولادى تېر موندلى دى چې ددغه راز ودانى لپاره ډېر نرى و.
چېن وايي چى تراوسه پورې ٦٩ زره کسان په دغه زلزله کې د مى ددولسمى نېټى راهېسى مړه شوېدى.