د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري ریاست مقدماتي انتخابات پای ته ورسیدل


د امریکا د جمهوري ریاست اوږده مقدماتي انتخابات نن په دوو وروستیو ایالتونو کې له انتخاباتو سره پای ته رسیدلي دي.

داسې ښکاري چې سناتور بارک اوباما به د خپل گوند له خوا د جمهوري ریاست کاندیدئ ته د رسیدو لپاره خپل سیالې سناتورې هیلري کلینټن ته ماتې ورکړي.

د نومبر د میاشتې د جمهور‏ي ریاست د انتخاباتو لپاره به د دیموکرات گوند کاندید نن ناوخته وټاکل شي. سناتور بارک او باما د جنوبي ډکوټا او مونټانا په ایالتونو کې یوازې د ٣١ استازو رایې گټلي، چې کاندیدئ ته د رسیدو لپاره کافي ندي.

وروستی کاندید به د گوند د عالي رتبه استازو په رایو ټاکل کیږي. د دیموکرات گوند چارواکي وايي، دوی باور لري چې ډیر عالي رتبه استازي به اوباما ته رایه ورکړي.

د جمهوري غوښتونکو گوند له وړاندې د اریزونا ایالت سناتور جان مکین د خپل گوند له لوري د کاندید په توگه نومولی دی.

اوباما په پام کې لري چې د جمهوري غوښتونکو د گوند د کاندید، سناتور جان مکین په وړاندې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره نن شپه کمپاین پیل کړي.

XS
SM
MD
LG