د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده وايي په اسلام اباد کې د ډنمارک سفارت مخې ته د بم چاودنه دوى کړې ده


د القاعدې یوې ډلي داسی ښوولې چی د تیري دوشنبې په ورځ یې په پاکستان کی د ډنمارک د سفارت مخي ته د بم چاودنه ددغي ډلي یوه ځان مرگه کړې ده.

په دې چاودنه کی اته تنه ووژل سول او څه د پاسه ٢٥ تنه زخمیان سول.

په یوه بیانیه کی چی ددغي ترورستي شبکې د افغانستان د څانگي د مشر مصطفی ابو الیزید له خوا لاسلیک سوې او د چهارشنبې په ورځ په انټرنیټ کی خپره شوې ده، هغه خپله ځان ددې څانگی مشر بللی او ویلي یې دي چی دا حمله یې ددې د پاره وکړه چی په یوه ډنمارکی ورځپاڼه کی د اسلام د پیغمبر د هغه کارتون د چاپیدو انتقام واخلی چی په مسلمانانو باندی تیری بلل سوی دی.

ددې بیانیې اعتبار لا پوره نه دی معلوم. دا ادعا څو ساعته وروسته له هغه وسوه چی د ډنمارک د استخباراتو مامورینو چی ددې حملې تحقیقات یې پیل کړي دي وویل چی دا حمله د اوږدې مودې را پدې خوا طرح شوې وه.

ډنمارک خپل دغه مامورین پاکستان ته لیږلي دي چی ددې حملې تحقیقات وکړی.

XS
SM
MD
LG