د چین دولتي مطبوعات وایی چی د هند د بهرنیو چارو وزیر پرناب موکرجي خپل چینایی انډول ته ویلي دي چی هند به په خپله خاوره کی دننه د چین په ضد فعالیتونه ونه زغمي . د چین د سینهوا رسمي خبري آژانس وایی چی د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم تایید کړې چی د تیبت خود مختاره سیمه د چین د خاوري یوه برخه ده .
هند په داسی حال کی چی غواړی د چین سره یې روابط ښه سی ، د فراري تیبتیانو له خوا د چین په خلاف مظاهرو په مقابل کی سخت دریځ غوره کړی دی د هند مخالف گوند بهارتیا جنتا دال د هند په حکومت باندی په دې اعتراضونه کوي چی دچین په مقابل کی بې جرئتي کوی .
ټاکل سوې وه موکرجي نن د چین د صدراعظم وینژاو با سره وگوری ، مگر د هند د هندو په نامه ورځپاڼه وایی چی ښاغلی موکر جي به د هغه په ځای د چین د جمهوررئیس د مرستیال سره خبري وکړی .