ناټو وايي چې دافغانستان په شمال کې ېوې چاودنى ددوى ېوعسکر وژلى دى.
نن د سه شنبى په ورځ د ناټو د اېساف قوې داخبرلېک خپور کړېدى خو په دې برخه کې ېې نور تفصېل ندى ورکړى.رپوټ وايي چې ددوشنبى په ورځ د نورستان په ولاېت کې ېاغېانو د عسکرو په ېوه مرکز باندى د راکټ ډزى وکړى او ېوه لوژېستېکى هېلېکوپټره ېې زېانمنه کړه.
د ېاغېانو په نورو برېدونو کې، ددوشنبى په ورځ ېوه افغان چارواکى ووېل چې د په غزنى کې سړک دغاړى د بم په چاودنه کې درى پولېسان ووژل شول.
دوه نور پولېسان د غور په ولاېت کې د ېوې حملى په ترڅ کې ووژل شول. د افغانستان په نورو سېمو کې هغو افغان عسکرو چې ناټو ېې ملاتړ کاوه، ددوشنبى په ورځ په پکتېا کې شل ېاغېان وژلى دى.