د لاس رسي وړ اتصالات

بش په لندن کې د عراق، افغانستان او اېران په برخه کې خبرى کوى


د امرېکا جمهوررئېس جورج بش ددى لپاره برتانېې ته تللى دى چې دهغه هېواد له صدر اعظم گورډن براون سره خبرى وکړى. توقع ده چې هغوى به دعراق، افغانستان او اېران پر مسله چې داگوما ن پرې کېږى چې په پټه اټومى وسلى جوړوى خبرى وکړى.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئس جورج ډبلیو بوش او دهغه مېرمن لورا بش به نن د یکشنبی په ورځ انگلستان ته ورسیږی او هلته به له ملکى الیزابت او صدراعظم گوردن براون سره خبری او ملاقات وکړی.

ښاغلی بوش او دهغه میرمن لورا بوش به مخکی لدی چی د صدراعظم گوردن براون سره ماښامانی وخوری له شهزادگی الیزابت سره یوځای ددی له قصر نه لیدنه وکړی ښاغلی بوش او ښاغلی براون همدارنگه په نظر کی لری چی ددوشنبی په ورځ هم یو له بل سره وگوری اود دوی د خبرو په سر کی به د عراق پر جگړه خبرى ترې شاملې وی.

ښاغلی بوش مخکی لدی چی لندن ته ورسیږی د ابزرور له ورځپاڼی سره په یوه مرکه کی بریتانیا ته د هغه مهال ویش د برابرولو په سر خبرداری ورکړی او ویلی ئی دی چی د بریتانیائی عسکرو د وتلو مهال ویش بایدپه عراق کی د جگړی د بریالیتوب په اساس جوړ شی.

همدارنگه دواړه مشران به د ایران د زروی فعالیتونو په هکله هم بحث او خبری وکړی.

ښاغلى بش ډاډ څرگند کړى چې لندن به په عراق کې داېتلاف دقوماندانانو ملاتړ وکړى. ځکه هغوى وايي چې د قواو کمښت به په عراق کې کامېابى او عراق دامنېت د انکشاف په نظر کې نېولو سره وشى.

XS
SM
MD
LG