د اردن پاچا ملک عبدالله واېې که سږکال ېو ازاد فلسطېنی دولت جوړ نه شی نو دهغه په قول دا به ېوه ډېره سخته اشتباه وی.
ملک عبدالله نن د اردن د پېټرا په ښار کی د نوبل د جاېزو نهه وېشتو پخوانېو وړونکو ېوې غونډې ته وېنا کوله.
ملک عبدالله ووېل چه نور باېد
منځنی ختیخ د جنگ د مېدان او خطر د ساحی نه ووېستل شی او ددی کار دسر ته رسولو لپاره
دعربو او اسراېلو د شخړی هوارول پکار دی.
په پېټرا کی ېو دوه ورځنی کانفرانس روان دی چه د اسراېلو جمهور رېس، شېمون پېرېز، او د تېب جلا وطن مذهبی پېشوا ډا ېلاما هم په کی گډون کوی.
ددی کنفرانس هدف دا دی چه په نړئ کی د خوراکی موادو په اوسنی بحران او اقتصادی پراختېا په باب خبری وشی. د سېنېگال جمهور رېس عبدالعلی وادی او دعرب لېگ عمومی منشی هم پکی حاضر دي.