د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کی چاودنی 'د شېعه گانو د ېوې مخصوصی ډلې د مشر له خوا ترتېب شوی وه'


په عراق کی د امرېکا پوځ نن اعلان وکړ چه د شېعه گانو ېو ېاغی مشر په بغداد کی دسه شنبی په ورځ د موټر بم د وژونکی چاودنی هداېت ته صادر کړی ؤ، چه مقصدې د اهل سنت په خلاف د تشدد او د دشېعه گانو راپارول ؤ.

د امرېکا د پوځ نطاق، سټېون سټوور، نن ووېل چه د سه شنبی د ورځی مرگانئ چاودنه چه دری شپېته کسان په کی وژل شوی دي او پنځه اوېا کسان په کی زخمېان شوی دي، د شېعه گانو د ېوې مخصوصی ډلې د مشر، حېدر مهدی خادوم الفوادی له خوا ترتېب شوی وه.

د پوځ نطاق ووېل چه د حملی هدف دا ؤ چه اهل سنت په بغداد کی بېرته خپلو کورونو ته راستانه نه شی. په تېرو درېو مېاشتو کی دا د موټر بم تر ټولو سخته چاودنه وه چه په بغداد کی وشوه. د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون په ېوه بېانېه کی دغه حمله د ېوه مجرمانه او ټرورستی عمل په نامه سخته وغندله.

XS
SM
MD
LG