د لاس رسي وړ اتصالات

پر کرزى باندى په حمله کې خارجى استخباراتو 'لاس درلود'


د افغانستان حکومت وايي چې د اپرېل په مېاشت کې چې پر جمهور رئېس کرزى باندى دهغه د وژلو لپاره حمله شوى وه په هغې حمله کې دېوه خارجى هېواد داستخباراتو ادارې لاس درلود.

د افغانستان د جمهورى رېاست وېاندى هماېون حمېد زاده نن ووېل چې ددغې حملى په برخه کې تحقېقات دوام لرى. هغه په دې برخه کې د کوم خاص هېواد او ېاکومى خاصى استخباراتى موسسى نوم وانه خېست.

هغه داهم ووېل چې پاکستان باېد سر تېرى افغانستان ته له را اووښتلونه اېسار کړى. که نه نو افغانستان حکومت به د خپل هېواد او خلکو ددفاع په خاطر اقدام وکړى.

افغان چارواکى وايى چې دامرېکا په مشرى اېتلاف په هواېې حملو کې ١٥ افراطېان چې پر حکومت ېې حمله کړى وه په ختېځ افغانستان کې وژلى دى.

چارواکى وايى چې دناټو په مشرى د سولى ساتنى قواو نن د سه شنبى په ورځ په داسى حال کې چې د حکومت پر ودانېوباندى په پکتېکا کې حمله شوى وه، پردغه ځاى بمبارى وکړه او څلور تنه ېاغېان ېې زخمى کړل. رپوټ وايى چې ېاغېان په دغه وخت کې پر حکومتى ودانى باندى له حملى کولو نه وروسته په شا تلل.

دناټو قواو په سر تېروباندى په پکتېا کې بمبارى وکړه او وې وېل چې اکثره مړه شوى سر تېرى خارجېان ول. د ناټو چارواکى واېې چې د ېوه ماېن چاودنى نن د خوږېانېو په اولسوالى کې ېو عسکر وژلى او درى تنه نورېې زخمى کړېدى.

دا پېښه ېوه ورځ وروسته له هغه نه کېږى چې ېوه ځان وژونکى په هرات کې د ناټو په مشرى کاروان په نښه کړ او ځان ېې په بم والوزاوه. د ځان وژنى په دغه برېد کې پنځه تنه ملکېان ووژل شول او نونس تنه نور زخمى شول.

همدارنگه ددوشنبى په ورځ دامرېکا پوځ په پکتېکا کې په دې نېژدى نښتو کې ٥٥ ېاغېان چې د طالبانو درى قوماندانان هم پکى شامل و وژلى دى.

XS
SM
MD
LG