د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه لوی سناتور پاکستان ته د مرستو ورکولو نوی پیشنهاد کړی دی


د امریکا د مشرانو د جرگې دخارجي اړیکو د کمیټې رئیس جو بایډن پرون د چهارشنبې په ورځ پیشنهاد وکړ چی پاکستان ته دي غیر نظامي مرستي درې چنده سی او په کال کی دی یو نیم ملیارډ ډالرو ته ورسول سی.

دغه دیموکرات سناتور وویل چی واشنگټن باید په عین حال کی د تروریزم ضد عملیاتو د پاره مرستي تر هغو محدودي کړی چی پاکستان د افغانستان سره په سرحد کی د یاغیانو سره جگړه سخته کړې نه وی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ بوچر وویل چی د بوش حکومت د سناتور بایډن ددې پیشنهاد په باره کی غور کوی.

د امریکا د کانگرس یوې تحقیقاتي ادارې چی د حکومت د اجراتو د حساب کتاب په باب تحقیفات کوی د سه شنبې په ورځ وویل چی د هغو پیسو په باب چی د تروریزم سره د مبارزې د پاره پاکستان ته ورکړه شوي دي، ځورونکي خبرونه وررسیدلي دي.

د حساب کتاب دغه دفتر وویل چی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر را پدې خوا واشنگټن که څه هم چی پاکستان ته د تروریزم سره د جگړې د پاره تقریبا شپږ ملیارډ ډالره ورکړي دي، مگر په دې باره کی ډیر کم شواهد موجود دي چی دا پیسې دي په همدې لار کی مصرف شوي وي.

XS
SM
MD
LG