د لاس رسي وړ اتصالات

ملا عمر د پاکستان د پوځی استخباراتو تر محافظی لاندی ژوند کوی؟ (مرکه)


د کاناډا نیوز ورځپاڼی خبریال، الکزاندر پانیتا لیکلی چه د طالبانو پخوانی مشر، محمد عمر، په کوټه کی د پاکستان د پوځی استخباراتو تر محافظی لاندی ژوند کوی او د یوه جومات ملا امام دی.

هغه دا خبره د ملا ظاهر د خولی کړیده. ملا ظاهر ویلی چه هغه دوه کاله مخکی ملا عمر لیدلی ؤ.

په دی وروستیو وخت وکی هم د طالبانو یوه غړی چه د افغانستان امنیتی قواو نیولی و، همدغه خبره کړیده چه ملا عمر او د طالبانو د رهبر د کدر نور غړی په کوټه کی ژوند کوی.

د پاکستان د بلوچستان او د صوبه سرحد د استخبارانو د پخوانی ریس محمودشاه خان سره د زیبا خادم مرکه واوری.

اړوند

XS
SM
MD
LG