د لاس رسي وړ اتصالات

د اتو سترو صنعتي هیوادونو د غونډې په درشل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


د اتو سترو صنعتي هیوادونو یا جي اته د غونډې په درشل کې د پنج شنبې په ورځ په توکیو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

د جي اته کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د جاپان په شمال، هوکایدو کې پیل کیږي خو د پراخو مظاهرو په وړاندې د تیارۍ لپاره په توکیو کې هم امنیتي ترتیبات نیول شوي چې د جي اته د تیرو غونډو په ترڅ کې کله نا کله دا ډول مظاهرې په تاو تریخوالي بدلې شوی دي.

د ای پي تلویزون په ویدیو کې ښکاري چې پولیسود پنجشنبې په ورځ په توکیو کې د امریکا سفارت، د جاپان د پارلمان ودانۍ او د هغه هیواد د صدر اعظم د کور مخی ته امنیتي پوستې جوړی کړي دي.

د جي اته په غونډه کې چې د جولاې په اومه پیل او تر نهمه به دوام وکړي، امریکا، جاپان، جرمني، بریتانیه، فرانسه،روسیه، ایټالیا او کاناډا گډون کوي.

XS
SM
MD
LG