د لاس رسي وړ اتصالات

راېس پرروسېې باندى د جورجېا د جنجال په سبب انتقاد کړېدى


د امرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس واېې د روسېې کړنلاره د جورجېا په مقابل کې جنجال زېاتوى.

راېس نن د سه شنبى په ورځ په پراگ کې ووېل چې د روسېې پخوانى جمهورېت جورجېا اوس ېو ازاد هېواد دى. هغې پر روسېې او جورجېا دواړو غږ وکړ چې له پاروونکېو اعمالو نه لاس واخلى.

دامرېکا چارواکى په دې ډېر خپه شوېدى چې روسېې له جورجېانه د جلاشوى سېمى ابخازېا او جنوبى اوسېتېا په مقابل کې ېو لړ اقدامات کړېدى.

په عېن حال کې د جنوبى اوسېتېا چارواکېو اعلان کړېدى چې د جورجېا څلور ماموران ېې سرحد سره نېژدى نېولى دى. جنوبى اوسېتېا هم له جورجېانه جلاسوېده. د ابخازېا او جنوبى اوسېتېا سېمى له جورجېانه تقرېبا په ١٩٩٩ لسېزه کې جلاشوېدى.

دهغوى بېلتون ددى سبب شو چې روسېه دغى سېمى ته د سولى د ساتلو لپاره عسکر ور ولېږى. د جورجېا حکومت لوړه کړېده چې دغه دواړه سېمى بېرته له خپل هېواد سره ېو ځاى کاندى.

کانډو لېزاراېس په پراگ کې ېو داسى تړون لاسلېک کړ چې د امرېکا د تو غندېو ددفاعى نظام ېو څو برخى د چک په جمهورېت کې جوړ کړى.


XS
SM
MD
LG