د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د افغانستان د ملي موزیم اثار نندارې ته ایښودل شوي دي


په دې نندارتون کې داسې اثار نندارې ته اېښودل شوي دي چې د افغانستان له څلورو لرغونو سیمو نه لاس ته راغلي دي. په دې کې د ای خانم سیمه ده چې د لرغوني باختر پورې اړه لري. د مقدوني اسکندر پوځونو دوه زره او درې سوه کاله مخکې په دې سیمه یرغل وکړ. دای خانم په اثاروکې د یونان سنتي هنر د باختریانو د سیمه ایز هنر سره گډ شوی دی.

هغه لیارې چې دوه زره او درې سوه کاله مخکې خلاصې شوې وې او د سوداگرۍ لپاره ورنه کاراخیستل کیده، د وریښمو په لاره مشهوره ده. دغه لاره چې د ختیز مدیترانې د بحیرې نه پیل کیږي د چین تر پولو رسیږي. افغانستان ددغو لیارو مرکز بلل کیده. د پیړیو پیړیو لپاره سوداگرو به د ورېښمو په لاره باندې د خپلو ډیرو نفیسو مالونو سره تگ او راتگ کول.

لرغون پیژندونکو د بگرام په لرغونې ښار کې ډیرې گنجینې وموندلې چې د کوشان واکمنانو راټولې کړې وې. په نندارتون کې یوه ورکوټې مجسمه چې د برونز نه جوړه شوېده تر سترگو کیږي. په دې مجسمه کې د یونانیانو، رومیانو او مصریانو د خدایانو تصویرونه یواځې په همدې وړه مجسمه کې لیدل کیږي. همدارنگه د عاج نه جوړه شوې څو ډیرې نفیسې مجسمې هم دي چې د هندې الهې تصویرونه ښيي. د بگرام په اثارو کې د فرهنگونو نښې ښکاري چې د وریښم د لارې په اوږدو کې سره تبادله شوي دي.

د طلاتپې په سیمه کې لرغون پېژندونکو د هغو کوچیانو مرقدونه موندلي دي چې دوی دغه سیمه دوه زره کاله مخکې اشغال کړې وه. د کوچیانود یوه مشر مړی د پنځو ښځو دمړو سره په داسې حال کې چې قیمتي کالي او گاڼې او سره زر یې په ځانونو کې وې، وموندل شول. د دوی په گاڼو کې د چین، هند، فارس او سایبریا هنري سلیقې لیدلې کیږي. د نندارتون په نښه کې د سرو زرو داسې یو تاج دی چې په څو لړو کې جوړ شوی دی او په اسانۍ سره بیلیدلای شي.

د کابل د موزیم ددغې گنجینې په هکله داسې فکر کیده چې په افغانستان کې د جنگونو په سبب له منځه تللې وي. خو له نیکه مرغه د موزیم ډیرو هوښیارو مامورینو دغه اثار یې د جمهوري ماڼۍ په کوم ځای کې پټ کړي وو. په دوه زرو څلورم کال کې مامورینو اعلان وکړ چې دغه گنجینې وموندلې شوې او اوس خوندي دي. اوس دغه جمله د افغانستان په ملي موزیم کې ترسترگو کیږي: "یو ملت ترهغه وخته ژوندی دی چې کلتور یې ژوندی وي".

XS
SM
MD
LG