د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما افغانستان ته ورسید


دامریکا د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند کاندید براک اوباما د خپل بین المللي سفر په ترڅ کې افغانستان ته رسیدلی دی. اوباما هڅه کوي چې د خپلې بهرنۍ پالیسئ لپاره ملاتړ تر لاسه کړي.

د اوباما یوه نطاق ویلي، ټاکل شوې ده چې هغه د جمهور رئیس حامد کرزي او په افغانستان کې د امریکا له پوځي قومندانانو سره وگوري.

اوباما همدارنگه غواړي عراق ته ولاړ شي او هلته د امریکا د پوځ له قومندانانو سره وگوري.

د هغه جمهوري غوښتونکی سیال، سناتور جان مککین، اوباما په دې ستایلی چې د نړۍ هیوادونو ته سفر کوي، خو د عراق او افغانستان په باب د هغه پر پالیسئ یې انتقاد کړی دی. اوباما دغه پالیسي د خپل سفر له پیلولو څو ورځې مخکې اعلان کړه.

اوباما ویلي د عراق جگړې له افغانستان نه د امریکا پام اړولی دی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د تروریزم پر خلاف جگړه ډیر اهمیت لري.

ټاکل شوې ده چې د ایلنای ایالت دغه سناتور د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیلو، اردن، جرمني، فرانسې او برتانیې ته هم ورشي.

ځینو اتنقال کوونکو ویلي، براک اوباما په نړیوالو مسایلو کې دومره تجربه نه لري چې رهبري پر غاړه واخلي.

د جان مککین ملاتړ کوونکو پر اوباما تور لگولی چې، هغه کوښښ کوي چې له خپل دغه سفرونو نه د خپلې انتخاباتي مبارزې لپاره استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG