د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د هزاره گانو مظاهره


د میدان وردگ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هزاره قوم د حقوقو د غوښتلو لپاره نن په کابل یوه پراخه مظاهره وشوه.

په دغه لاریون کی د هزاره د قوم په زرگونو تنو گډون کوونکو د بهسود د خلکو حقوقو غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو چی د کوچیانو عمل یی د قانون خلاف او د هزاره گانو پر حقوق یی تیری ستایه حکومت یې پدی تورن کړ چی گواکی له کوچیانو نه ملاتړ کوی.

دوی چی په خپلو نارو کې جمهور رئیس کرزي یی په قوم پرستئ تورن کړ، د هغه د استعفی غوښتنه کوله.

په بهسودو ولسوالۍ کی شخړه د څارځایونو په اړه ده چی هزاره قوم وایې د دوی ملکیت دی او کوچیان باید دغې سیمې ته لاړ نشي. ددی مسالې په سر څو ورځی پخوا د دواړو قومونو ترمنځ نښته وشوه چی په نتیجه کی یی د هزاره قوم پنځلس کسان ووژل شوو.

د حزب وحدت د گوند مشر حاجي محمد محقق چې له څو ورځو راهیسې یې د ډوډۍ په نه خوړلو اعتصاب لاس پورې کړې و په ننی لاریون کې برخه اخیستی وه.

XS
SM
MD
LG