د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې په ېوه چاودنه کې ۴٥ کسان وژل شوېدي


د هند په ستر ښارونو کې امنېت له هغه نه وروسته ډېرسخت ټېنگ شوېدى چې ددغه هېواد په لوېدېزو برخو کې لږ تر لږه ۴٥ کسان په ېو لړ چاودنو کې ووژل شول.

پولېس وايى لږ تر لږه شپاړس بمونه د شنبى په ورځ داحمد اباد په تارېخى ښار کې په څو ځاېونو کې چې بهېراوبار پکى ډېرو وچول شول. رپوټ وايى چې په دغو چاودنو کې لږترلږه سل کسان زخمى شول.

دهند تلوېزېون رپوټ ورکړ په هند کې د مجاهدېن په نامه ېوه ډله چې ډېر لږ شهرت لرى ددغو حملو مسوولېت په غاړه اخېستى دى. د شنبى په ورځ د هند د بنگلور په ښار کې هم ېولړ چاودنى وشوې ېوسړى ېې وواژه او لږ تر لږه شپږ کسان ېې زخمى کړل.

د هندوستان حکومت وايى چې ددغو حملو مقصد د بې ثباتى راوستل او په ټولنه کې د گڼو طاېفو ترمنځ د تاو ترېخوالى راپارول دى.

په احمد اباد کې په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې دهندوانو او مسلمانو ترمنځ خونړۍ نښتى وشوې او لږ تر لږه زر کسان پکى ووژل شول. دهند دکورنېو چارو کشر وزېر شکېل احمد ووېل دې په دې خبره ارېان دى چې په سترو ښارونو کې له سختو امنېتى اقداماتو سره سره هم د جمعى د ورځى له چاودنو نه وروسته په بنگلور کې نورې چاودنى هم وشوې.


XS
SM
MD
LG