په افغانستان کی د ناټو په مشرئ قواوی وایی چی دوی په مشکوک موټر ډزو کی دوه ماشومان وژلی دی.
د ناټو د نړیوالو سوله ساتو قواو یا ایساف لخوا خپری شوی اعلامیی کی راغلی چی دا پیښه په قندهار کی شویده.
اعلامیه زیاتوی چی موټر وان ته موټر د درولو اشاره شوی وه، خو هغه و نه دریدو، نو دوی پری ډزی وکړی چی ورسره په موټر کی سپاره ماشومان ووژل شوو.
همداسی یوه پیښه په هلمند ولایت کی هم د شنبی په ورځ شوی وه.د هلمند په پیښه کی څلور ملکی کسان مړه او دری نور ژوبل شوی وو.