د ملگرو ملتو موسسی ویلی دی چی
افغانستان ته د نورو ملکونو نه هغه کیمیاوی مواد ډیر
زیات راروان دی - کوم مواد چی د اپیمو نه د هیرونو په جوړولو کی پکاریږی.
افغانستان کی د مخدره موادو او جرمونو د مخنیوی د پاره د ملگرملتو استازې ویلی دی چی دا کیمیاوی مواد د چین،
شمالی کوریا او روسیی په شمول، د اروپایی
ملکونو نه افغانستان ته قاچاق کیږی.
هغه وایی چی دا کیمیاوی مواد چی د رنگ او دار درمل د جوړولو دپاره قانونی شکل باندی تیاریږی، بیا افغانستان پاکستان او ایران ته په قاچاق تیریږی.
د ملگرو ملتو موسیسه وایی چی د نړئ د کوکنارو په سلو کی ٩٣ په افغانستان کی کرل کیږی چی د هغو نه د جملی نه له ٦٠ فیصدو څخه یی تیر کال هیروین جوړ شوی وو.