د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدر ا عظم د احمد اباد  ښار ته سفر کوی - چیرته چی په حملو کی ۴٥ تنه وژل شوی وو


د هند صدر اعظم د احمد اباد ښار ته سفر کوی - چیرته چی د بمونو په حملو کی ۴٥ کسان وژل شوی او ١٦٠ ژوبل شوی وو. توقع ده چی صدر اعظم من موهن سنگ به د پیښی د زخمیانو پوښتنه هم وکړی.

د هند پولیسو د یکشنبی په ورځ هم د احمد اباد په ښار کی دوه بمونه شنډ کړل. دی نه یوه ورځ مخکی همدی ښار کی پرله پسی چاودنو ټوله سیمه لړ زولی وی.

تر اوسه د دی چاودونو په ارتباط دیرش تنه د تحقیقاتو دپاره نیول شویدی.

بلخوا د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکی مون دا حملی غندلی دی او د خلکو ته یی د زغم نه د کار اخیستو وینا کړیده.

د هند پولیس د یکشنبی په ورځ په ممبئ کی په هغه کور ورننوتی دی چی ویل کیږی دی کور نه یو ای میل استول شوی و چی پکی د دی چاودنو د کولو اعتراف شوی و.

دی نه مخکی د جمعی په ورځ د هند په جنوبی ښار بنگلور کی هم وړی چاودنی شوې وی. چی یو تن پکی وژل شوی و. د هند د مجاهدینو په نوم یوی وړی ډلی د اینټرنیټی لیک یا ای میل په ذریعه د چاودنو نه څو دقیقی وړاندی دا پیغام خپورکړی چی د احمد اباد چاودنې دوی کوی.


XS
SM
MD
LG