د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه جوړه کړه


په لومړي ځل د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه د ټول افغانستان د څلور سوه مدافع وکیلانو په هڅو جوړه شوه. په کابل کې د افغانستان له هر ولایت نه د مدافع وکیلانو دخپلواکې ټولنې غړو نن او پرون د ټولنې د مقرراتو په سر جدي بحثونه وکړل.

که څه هم د مدافع وکیلانو د کاري لارښود په اړه پارلمان بشپړ قانون تصویب کړی خو د مدافع وکیلانو د مقررو لاېحې ندي تصویب شوي.

دعدلېې وزیر سرور دانش وویل چې د مدافع وکیلانو د حقوقو د خوندي ساتلو په خاطر یې دوه کاله د یوی مسودی په جوړولو کار کړی.

ډېریو مدافع وکیلانو اشنا تلویزیون ته وویل چې د مدافع وکیلانو د ټولنې د کار له پیل سره به د عدلي سیستم دریم بنسټ هم پوره شي. دغو مدافع وکیلانو ویل چې د قاضیانو او څارنوالانو لپاره ټول امتیازات خوندي ول ولې مدافع وکیلانو منظمه کړنلاره نه لرله.

د مدافع وکیلانو د دی ټولنې له جوړېدو سره به په افغانستان کې د زیاتو مدافع وکیلانو د روزنې چاری ګړندۍ شي. دا ډول به د هغو سېمو په محاکمو کې چې مجرمین مدافع وکیلان ونلري، ددی ټولنې له لاری به مجرمین مدافع وکیلان په اسانۍ موندلای شي.

XS
SM
MD
LG