د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د هغو کسانو اعدام یې تعطیل شوی دی چی په سنگسار محکوم شوي وه


د اېران د عدلیې وزارت وایی د هغو کسانو اعدام یې تعطیل کړی دی چی په سنگسار محکوم شوي وه او په نورو دغه راز قضیو باندی هم غور کوی.

د اېران خبری مطبوعاتو د عدلیې د وزارت د نطاق علی رضا جمشیدی له قوله وویل یو شمېر کسانو ته چی د سنگسار سزاوي ورکړه شوي هغه به یا په درو وهل کېږی او یا به د بند سزا تېروی.

ده دا ونه ویل چی څومره کسان د سنگسار سزا ته منتظر دی. مگر خبری رپوټونو تېره میاشت وویل چی لږترلږه اته ښځی او نارینه په سنگسار محکوم شوي او ښایی په نیژدې وختونو کی سزا ورکړه شی.

د اېران د اسلامی قانون له مخی زنا او فحاشی په هغو گناهونو کی راځی چی د سنگسار سزا ورکوله کېږی. په دغه سزا محکوم کسان نیمی په خاورو کی ښخېږی او په عام محضر کی په ډبرو ویشتل کېږی.

دغه ډبری باید دونه غټی وي چی سړی خوږ کړی مگر دونه غټي نه وي چی سړی ځای په ځای مړ کړي.

XS
SM
MD
LG