د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیر: د هند پر عسکرو باندى ډزې شوېدى


د هند پوځ واېې چه د کشمېر د کنترول دکرښې په اوږدو کې ېې په عسکرو باندی ډزی شوی دی. دا ډزی په داسی حال کې کېږی چه ټاکل شوی ده چه نن به دهند لوړ رتبه سېاسی مشران په هندی کشمېر کی د تشدد دختمولو او وضعی د ارامولو لپاره ېوه غونډه وکړی.

دهند پوځ مامورېن واېې چه دا ډزی نن په هماغه جنجالی سېمه کی وشوی چه تېره هفته هم د هند او پاکستان عسکرو په کی ېو په بل باندی ډزی کړی وی. ددی پېښې نه مخکی په هندی کشمېر کی تشنج زېات شوی ؤ.

ماموران واېې چه صدر اعظم منموهن سېنگ به د کانگرس گوند درېسې سونېا گاندهی او ېو شمېر نورو مهمو سېاسی مشرانو سره وگوری او کوښښ به وکړی چه په کشمېر کی دروام تشدد دختمولو لپاره وې لاره ومومی.

په کشمېر وروسته دهغې دا تازه تشدد شروع شو چه دهند حکومت په جامو کی هندوانو ته دېوې درمسالې دجوړولو لپاره د هغې زمکی دوروکولو د کار نه صرف نظر شو چه مسلمانان ېې راپارولی ؤ.

هندوان په جمو کی اکثرېت لری او د حکومت ددی اعلان نه وروسته هندوانو هغه سړکونه بند کړی دي چه د کشمېر مرکز سرېنگر ته پری اکمالات او خوراکی مواد وړل کېږی.

په سرېنگر کی مسلمانان قاطع اکثرېت لری. په جمو کی پولېسو د هغو مظاهره کوونکو دتېت او پره کولو لپاره څو واری د اوښکی بهونکي گاز نه استفاده وکړه چه په سرېنگر کې ېې لاری بندولی.

ېو پولېس وروسته دهغې مړ شو چه دېو مظاهری په دوران کی په زرهاو خلکو د پولېسو په ېوه پوسته باندی ېرغل ېوړ. مظاهره کوونکو داوړی گاړی پټلئ هم خرابی کړی.

تېره مېاشت د هند مرکزی حکومت د شتدد او اخ او ډب د زېاتېدلو نه وروسته د کشمېر دامنېت چاری په لاس کی ونېولی.

هندوانو ته ددغه زمکی دورحواله کولو د پلان په خلاف د کمشېرمسلمانانو ېو لړ ډېری سختی مظاهری او اعتصابونه شروع کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG