د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف به بیجنگ ته د المپیک د لوبو د پرانستونکو مراسمو لپاره 'لاړ نشي'


د پاکستان د بهرنیو چاور وزارت وایې چې تر فشار لاندې جمهور رئیس پرویز مشرف به بیجنگ ته د المپیک د لوبو د پرانستونکو مراسمو لپاره لاړ نشي، ځکه امکان شته چې حاکمه ائیتلاف یې د برخه لیک په اړه پریکړه وکړي.

د وزارت یو ویاند وویل چې اوس به په بیجنگ کې د پاکستان په استازیتوب ددی هیواد صدر اعظم یوسف رضا گیلاني ولاړ شي.

دا دویم ځل دی چې د پاکستان خارجه وزارت د جمهور رئیس مشرف د پاته کیدو خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG