د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او گرجستان جگړه پراخه شوې


رپوټونه وايي، په جنوبي اوسیتیا کې د روسیې او گرجستان تر منځ جگړه نورو سیمو ته غځیدلې ده او د گرجستان جمهور رئیس د عاجل اوربند غوښتنه کړې ده.

جمهور رئیس میخایل سکشویلي دغه غوښتنه نن د شنبې په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د گرجستان پارلمان تصویب کړه چې د ملک واک دې پوځ په لاس کې واخلي.

په عیني وخت کې رپوټونه وايي چې روسي جنگي الوتکو په ابخازیا کې هم بمباري کړې ده .جنوبي اوسیتیا او ابخازیا په ١٩٩٠یمه لسیزه کې له گرجستان ته خپله آزادي اعلان کړه. گرجستان ویلي چې دغه دواړه سیمې به بیرته د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې راولي.

تر ټولو سخته جگړه نن د جنوبي اوسیتیا د مرکز تسخنویلي پر شاوخوا روانه وه، روسي او گرجي قواوې دواړه ادعا کوي چې د تسخنویلي ښار یې نیولی دی.

عیني شاهدان وايي، د ښار ډیرې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي او دودونه ورنه پورته کیږي او پر لار، او سرکونو هرې خوا ته د انسانانو جسدونه پراته دي.

روسي الوتکو ددې لپاره چې جنوبي اوسیتیا ته د گرجي عسکرو د ورتلو لاره بنده کړي، سرحد ته نږدې د گرجستان د گوري پر ښار یې بمباري کړې ده.

XS
SM
MD
LG