د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د پاکستان سره اړیکې پر ملگرتوب ولاړی دی


جمهور رئیس حامد کرزي د چین نه د راتگ سره سم په کابل کی د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی د پاکستان سره دپالیسی پر بدلون خبرې وکړی.

هغه وویل د پاکستان سره اړیکې پر ملگرتوب ولاړی دی خو په پاکستان کې دننه کله چې ځینی ارگانونه د افغانستان په خلاف کار کوي نو مونږه دیته مجبوریږو چی ځینی جلسې تحریم کړو.

هغه زیاته کړه همدارنگه د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د نړیوالې ټولنی نه وغوښتل چی د تیروریزم سره د مبارزی دپاره دی د هغوی ځالې په نښه کړي، نه د افغانستان کلي او ولسوالې.

د هغه په قول، پر بیگناه خلکو باندی هوایی بمبارۍ نه یوازی دا چی گټه نه کوي بلکه د تررزم سره د مبارزی د ناکامۍ سبب هم گرځیدای شي.


XS
SM
MD
LG