په زرهاو مسلمان مظاهره چیان نن پنجشنبې په هندي کشمیر کی لارو کوڅو ته راوتلي وو او د هند نه یې د خپلواکۍ غوښتني کولې.
هغوی د حکومت له خوا په گرځیدو باند د بندیز مراعات ونه کړ او د سپیدو داغ نه مخکی په تیاره کی د سرینگر په ښار کی د خپلو کورونو نه را ووتل .
داسي آوازې خپرې وې چی امنیتي قواوي کورونو ته د خلکو د وهلو ټکولو د پاره ور ننوځي.
ددوشنبې را هیسي د مسلمانو بیلتون غوښتونکو او د هند د امنیتی قواو تر منځ په نښتو کی لږ تر لږه ٢١ تنه وژل شوي دي
. مسلمانان دا مظاهرې له دې کبله شروع کړی دي چی هندوانو د کشمیر ته رسیدونکې لویه لاره بنده کړې ده.
هغوی دغه راز په دې سیمي باندی د هند د واکمنۍ په خلاف هم دا مظاهرې کوی پاکستان پرون د ملگرو ملتو نه وغوښتل چی په هند باندی فشار واچوی چی د کشمیر د خلکو ځپل ختم کړی.