د لاس رسي وړ اتصالات

افغان تکوانډوکاران په امریکا کې


خبریال: سالم مندوخیل ‏(‎واشنگټن‏)‎

په امریکا کې میشتافغان لوبغاړي وايي، ددې تمه لري چې په سیمییزو او نړیوالو لوبو کې ورته کافي کافي برخه ورکړل شې.

په کلیفورنیا کې د تکوانډو یوه افغان لوبغاړي، احمد جاوید امریکا غږ پښتو ویب سایټ ته وویل، په مسابقو کې افغانانو ته کافي برخه نه ده ورکړل شوې.

هغه په امریکا کې د افغانستان له سفارت نه وغوښتل چې له وطن نه د لرې دغو افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي او دوی ته په مسابقو کې د برخې اخیستلو لپاره زمینه برابره کړي.

احمد جاوید یو له هغو محدودو افغانانو له ډلې څخه دی چې د متحده ایالاتو په ملي لوبو او همدارنگه په نړیوالو لوبو کې یې برخه اخیستې ده.

هغه په روان ٢٠٠٨م کال کې په کلیفورنیا کې د تر سره شویو، د متحده ایالاتو په ایالتي مسابقو کې او همدارنگه د تکوانډو په برخه کې د ٢٠٠٨ کال په نړیوالو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال گټلی دی.

احمد جاوید وايي، ٢٦ کاله مخکې، کله چې دی په افغانستان کې و، له تکوانډو سره یې مینه پیدا شوه او وروسته په ٢٠٠٠م کال کې کله چې امریکا ته راغی د تکوانډو له یوه کوریايي ټرینر نه یې زدکړه پیل کړه.

احمد جاوید وايي، غواړي په کلیفورنیا کې د تکوانډو د ټریننگ یو شخصي کلب جوړ کړي او له دې لارې ددغه ځای د افغان لوبغاړو لپاره د روزنې او پرمختگ زمینه برابره کړي.

احمد جاوید له افغان لوبغاړو نه هم غوښتنه وکړه چې په خپل شخصي زیار او ز‏حمت ځان د بریالیتوب تر لوړو مقامونو ورسوي.

XS
SM
MD
LG