د متحده ایالاتو خارجه وزیره کانډو لیزا رایس نن ناوخته برسلز ته ځی او د اروپایی یوالی او ناټو له مشرانو سره د گرجستان په وضع باندی خبری کوی.
خارجه وزارت پرون وویل چی خارجه وزیره رایس په نظر کی لری چی د اروپایی یوالي د خارجی پالیسی د ریس هاویر سولانا، د خارجی اړېکو د کمیشنر بینیتا فیریرو والډنر او د فرانسې د خارجه زیر برنارډ کوچنر سره وگوری.
رایس به سبا د ناټو د تړون په مرکز برسلز کی د ناټو د خارجه وزیرانو سره گوری.
خارجه وزارت وایی رایس به وروسته وارسا ته ولاړه شی او د په پولیډن کی به د متحده ایالاتو د بالیسټکی توغوندیو ددفاعی سسټم د لگولو یوه موافقه لاسلیک کړی.
دواړه هیوادونه د تېرو اته لسو میاشتو راهیسی ددغی موافقې په ارتباط خبری سره کوی. روسیه ددغی موافقې سره سخت مخالفت کوی.