د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د راتلونکي جمهور رئیس په ټاکلو غور کوي


د پاکستان ایتلافي حکومت نن په اسلام آباد کې ددې لپاره غونډه کوي چې د پرویز مشرف د ځای ناستي د ټاکلو پر سر خبرې وکړي. مشرف پرون د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست له مقام نه استعفی وکړه.

په دغو خبرو کې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف برخه لري. نواز شریف په ١٩٩٩م کال کې مشرف د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واک نه لرې کړ.

ښاغلي نواز شریف ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د مشرف د محاکمه کولو امکان ویني، هغه وویل چې، دې به ضرور نه وي.

د پاکستان د اساسي قانون لمخې، څلور صوبايي اسمبلې او پارلمان باید په یوه میاشت کې نوی جمهور رئیس وټاکي. تر اوسه نه ده معلومه چې د پاکستان دوه ایتلافي گوندونه به څوک دغه پوست ته د خپل کاندید په توگه معرفي کړي.

د پاکستان د مشرانو جرگې رئیس، محمد میا سومرو د پاکستان د سرپرست جمهور رئیس په توگه مقرر شوی دی.

XS
SM
MD
LG