د اېران ېوه ورځپاڼه واېې ېو ځوان چه وېل کېږی په پنځلس کلنئ کې ېې ېو بل سړی قتل کړی ؤ ، د حکومت له خوا پرون اعدام شو.
د اعتماد ورځپاڼه واېې چه شل کلن رضا حجازی په اصفهان کی په ېوه زندان کی غرغره شو. د هغه سره ېې څلور نور ملگری هم اعدام شول.
د بشری حقوقو موسسو د اېران نه بار بار دا غوښتنه کړی ده چا چه د اتلسو کالونه د کم عمر په زمانه کی جرم کړی وی نه دې اعداموی.
د عفوې نړېوال سازمان واېې چه اېران په نړئ کی تر ټولو زېات ملزمان اعداموی. ایران ېواځی سږکال ېې دری سوه اولس کسان اعدام کړل.