د لاس رسي وړ اتصالات

نیکپا ته په کابل کې تود هرکلی وشو


دپیکینگد ٢٠٠٨کال د المپیک په لوبو کې افغان لوبغاړي روح الله نېکپا د برنزود مډال په ګټلو ټول افغانان خوشحاله دي. هغه د تېکواندو په سیالیو کې جرمني، انګلیسي او هسپانوي سیالانو ته ماتې ورکړه.

روح الله نیکپا نن کابل ته له رارسېدو سره سم د حکومتي چارواکو او لسګونو مینه والو له خوا ورته تود هرکلی وشو .په روح الله نیکپا ګېډۍ ګېډۍ ګلونه وشېندل شول.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مشر انور جګدلک د روح الله نېکپا اتلولي د افغانستان لپاره ویاړ وباله.

د کابل ښار ټول واټونه د روح الله نیکپا لپاره تړل شوي وو.هغه په یوه ځانګړي موټر کې له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالي پورېیو وړل شو.په غازي لوبغالي کې ورته پراخ حکومتي مراسم نېول شوي وو. د جمهور رولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي په خپله وینا کې هغه ته ددی بریامبارکي ورکړه.

په غازي لوبغالي کې ګڼو خصوصي شرکتونو هغه ته خپل انعامونه وړاندی کړل. نېکپا په خپلو خبرو کې وویل د هېواد په حساسو شېبو کې یې دا مډال ګټلی.

دا ډول د روح الله نېکپا د اتلولۍ په اړه د نړۍ ځېنو مشرانو هم افغانستان ته دمبارکئپيغامونه استولي.دبرتانیېصدراعظم ګورډن براون افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې جمهور رئیس کرزي ته مبارکي ورکړه.

د نېکپا کورنۍ دغه اتلولي د ټول افغانستان لپاره د ویاړ ځای وباله.د روح الله نېکپا ورور رحمت الله وايي چې ورور یې تل هڅه کوله افغانستان ته په تېکواندو کې اتلولي راوړي.

د افغانستان حکومت روح الله نېکپا ته د یو کور ورکولو ژمنه کړې.دا ډول ځېنو خصوصي شرکتونو هم لا له وړاندی نېکپا ته د ډالیو د ورکړې سېنه ډبولې.

د نېکپا له راتګ وړاندی د کابل ښار سړکونه او واټونه د هغه په انځورونو ښکلي شوي وو، په کارته چهار کې ورته یو ځانګړی کور د هغه د هرکلي لپاره هم بېل شوی.

تر دی وړاندی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم د جرسي په ټاپو کې له دوولسو هېوادونو د اتلولۍ مقام ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG