د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرگې حملې تلفات ندي اړولي


امنیتي مقامات وايي، بین المللي قواوې په کابل کې د یوې ځانمرگې حملې نه روغ وتلي دي.

چارواکي وايي، یوه ځانمرگه نن د شنبې په ورځ په کابل کې خپل په چاودېدونکو موادو بار موټر وچاوه، خو د چاودنې ځای ته نږدې قواوو او ملکي خلکو ته مرگ ژوبله نده اوښتې.

په عیني وخت کې، ایتلافي قواوې وايي، د کاپیسا په ولایت کې یې د جگړې او هوايي بمبارئ په نتیجه کې څو تنه تندروان وژلي دي.

چارواکي وايي، د کاپیسا په ولایت کې د جمعې په ورځ پر ایتلافي قواوو حمله وشوه چې وروسته عسکرو د هوايي قوې نه د مرستې غوښتنه وکړه.

تر دې دمخه، چارواکو ویلي وو چې افغان او ایتلافي قواوو د ارزگان په ولایت کې په یوه جگړه کې ١٢ تندروان وژلي دي. دغه جگړه د پنجشنبې په ورځ د ارزگان د شهیدي حساس په ولسوالۍ کې هغه وخت پیښه شوه چې وسله والو د ایتلافي قواوو پر یوه کمپ حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG