د امرېکا د جنوبى اېالت لو وېزېانا چارواکى اوسېدونکېو ته امر کوى چې د گوستاو په نامه سمندرى توپان له رارسېدلو نه مخکى له خپلو کورونو نه ووزى.
په امرېکا کې د سمندرى توپانونو ملى مرکز واېې چې داتوپان د نېواورلېان په لورى حرکت کوى. دغه ښار ېوځلى مخکى هم دکاترېنا په نامه سمندرى توپان سخت ځپلى و. توقع ده چې دغه توپان د دوشنبى په ورځ کوم وخت راروسېږى.
د امرېکا د سمندرى توپان مرکز واېې چې اوس دغه توپان ددوه سوه کېلومترو په اندازه گړندى تاوېږى او راتاوېږى. په دې ډول دا توپان درېمه درجه خطرناک گڼل شوېدى.
د سمندرى توپانو د مرکز بل اټکل دادى چې کله داتوپان امرېکا ته راورسېږى نو ښاېې چې په ېوه ساعت کې دوه سوه کېلومتره گړندى وى. رپوټ واېې چې په ساحلى سېموکې اوبه ښاېې له عادى حالت نه پنځه متېره لوړې وى.
د نېو ارلېان ښاروان رې نېگېن دا توپان د دې پېړۍ د توپان په نامه ېا د کړېدى. هغه د نېو اورلېان اوسېدونکېو ته ووېل چې څومره ژر کېدلى شى له دغى سېمى نه ووزى.
د امرېکا د ملى امنېت رئېس ماېکل چرټاف نن خبرېالانو ته ووېل چې ځاې چارواکى د کاترېنا د سمندرى توپان په نسبت د گوستاو سمندرى تو پان ته په ښه ډول چمتو دى.
د کاترېنا د سمندرى توپان پروخت پردوى او فېډرالى اداره فېما باندى د توپان د خرابېو په مقابل کې د سوکه کارونو د کولو له امله انتقادونه شوى ول.
هغه داخبردارى هم ورکړ چې د باران له امله به ېو سېلاوونه په نېواورلېانز کې راشى او داخلکو داېستلو کارونو کې به خنډ شى.