د هندي کشمیر مقاماتو نن د سه شنبې په ورځ هغه پر گرځېدو باندې هغه بندیز لرې کړ چې د اسلامي جدايي غوښتونکو له سختو مظاهرو را وروسته نهه ورځې یې دوام درلود.
دغه بندیز نن په داسې حال کې لرې شو چې په کشمیر کې د روژې اوله ورځ ده. په سرینگر کې دفترونه، بانکونه او دوکانونه پرانیستل شوي دي او خلکو ته ددې زمینه برابره شوې چې خپل د ضرورت وړ خوراکي موادو او نور شیان واخلي.
دا دوهم ځل دی چې هندي مقاماتو اسلامي جدايي غوښتونکو ته ښه نیت ښودلی دی. د دوشنبې په ورځ هم د روژې د میاشتې له رارسېدو سره درې تنه جدايي غوښتونکي له زندان نه خوشې شول. هغوې یوه هفته مخکې، په مظاهرو کې نیول شوي وو.
خو د کشمیر د جدايي غوښتونکو یوې کمیټې ویلي، نن ددې لپاره غونډه کوي چې د نورو مظاهرو لپاره پلان جوړ کړي.