د لاس رسي وړ اتصالات

په هندي سیلاب ځپلو کې د وبا د خپرېدو اندیښنه


نړیوالې خیریه ټولنې وايي، په میلیونونو هغه هندیان چې د سختو سیلابونو له آمله بې ځایه شوي دي، د کولرا او اسهال د ناروغیو له گواښ سره مخ دي.

چارواکي وايي، په سلگونو زره بې ځایه شوي خلک په تنگو کمپونو کې اوسیږي او کافي خوراکي مواد او د خښاک پاکې اوبه نلري.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یا یونسف یوه مامور ویلي که ددغو بې ځایه شویو خلکو لپاره د اوسېدو وړ ځایونه جوړ نشي نو د وبا د خپرېدو امکان شته.

د وبا د خپرېدو له اندېښنو برسېره په ځینو سیمو کې هغو کلیوالو خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی چې خوراکي مواد ندي ور رسېدلي.

سخت سیلابونه وده اونۍ وړاندې، هغه وخت رامات شول چې د هند په گاونډي هیواد نیپال کې د کاسي سیند استقامي دیوالونه ونړېدل او له آمله یې په هند کې ډیرې سیمې سیلابونو لاندې کړې.

XS
SM
MD
LG