د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو د بندیخانې څخه یې درې تنه بندیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړی دي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایی د گوانتانامو د بندیخانې څخه یې درې تنه بندیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړی دي.

د دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کی وویل چی دوه تنه بندیان افغانستان او دریم یې پاکستان ته واستول سو. دغه اعلامیه وایی چی ددغو بندیانو په باب د بشپړو تحقیقاتو څخه وروسته معلومه سوه چی هغوی خپلو هیوادونو ته د ستنېدلو وړتیا لری.

دغی اعلامیې دا ونه ویل چی دغه بندیان به خپلو هیوادونو کی د قانونی اقدام سره مخامخ سي کنه.

د دفاع وزارت وایی څه باندی نور شېته تنه بندیان د گوانتانامو له بندیخانې څخه خپلو هیوادونو ته د لېږلو او یا خوشی کېدلو مستحق دی.

دغه اعلامیه زیاتوی چی د کال ٢٠٠٢ راهیسی چی دغه بندیخانه پرانیستل سوې ده څه دپاسه شپېته تنه بندیان نورو هیوادونو ته لېږل سوي دی. اوس حاضر ٢٥٥ تنه د گوانتانامو په بندیخانه کی بندیان دي.

XS
SM
MD
LG