د لاس رسي وړ اتصالات

جان مککین به نن رسماً خپله کاندیدي ومني


ټاکل شوې ده چې سناتور جان مککین نن د پنجشنبې په شپه رسماً د جمهوري غوښتونکو د گوند له خوا جمهوري ریاست ته خپله کاندیدي ومني. د جمهوري غوښتونکو د گوند څلور ورځنۍ ملي جرگه چې د منیسوټا د ایالت په سنټ پال کې دوام لري نن پای ته رسیږي.

مککین د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه جمهوري ریاست ته د کاندید په توگه اعلان شو چې د هغه د جمهوري ریاست مرستیالئ ته کاندیدې د الاسکا د ایالت گورنرې، سارا پیلن جرگې ته احساساتي وینا وکړه.

پیلن له خپلې سیاسي تجربې نه دفاع وکړه او ویې ویل چې د یوه کوچني ښار د ښاروالې په توگه یې د یوې ټولنې د تنظیمولو تجربه حاصله کړې.

د سارا پیلن دغه خبرې د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند پر کاندید براک اوباما باندې یو گزار و، ځکه چې هغه هم په شیکاگو کې د ټولنې د منتظم په توگه خپل کاري ژوند پیل کړی دی.

د اوباما د جمهوري ریاست مرستیال کاندید جو بایډن د میرمن پیلن پر بیانیې باندې انتقاد کړی دی. بایډن نن د ABC تلویزیون ته وویل چې هغې د روغتیايي خدمتونو، د کورونو د اخیستلو او خرڅولو د بحران او تعلیم حتی یادونه هم ونکړه.

سارا پیلن لومړنۍ میرمن ده چې د جمهوري غوښتونکو د گوند له لورې د جمهوري ریاست مرستیالئ ته کاندیدیږي. پر هغې باندې انتقاد کیږي چې یوزاې یوه دوره د گورنرې په توگه انتخاب شوې او کافي تجربه نلري.

XS
SM
MD
LG