د لاس رسي وړ اتصالات

بوش پر پاکستان باندې حملو ته 'اجازه ورکړه'


د امریکا یوې ورځپاڼې نن خبر ورکړی چې جمهور رئیس بوش د جولای په میاشت کې په مرموز ډول خپلو قواوو ته اجازه ورکړه چې د پاکستان د حکومت د تائید له غوښتلو پرته په هغه ملک کې حملې وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د عالي رتبه چارواکو له خولې لیکلي چې پوځ به د خپلو حملو په باب د پاکستان حکومت ته خبر ورکوي خو د اجازې غوښتلو ته به یې ضرورت نلري.

دغه چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې د جمهور رئیس بوش دغه امر د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سیمو باندې خپل کنترول ثابت کړي. دغه سرحدي سیمې د طالبانو او القاعده قوي مرکز گڼل کیږي.

د پاکستان پوځ او سیاسي رهبرانو په پاکستان کې پر هغو وروستیو حملو انتقاد کړی چې شک کیږي چې امريکايي قواوو به کړي وي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز ستر جنرال اشفاق کیاني ژمنه کړې ده چې په هر قیمت چې وي، د ملک له تمامیت نه به دفاع کوي.

همدارنگه، د امریکا د پوځ ستر درستیز ويلي، په افغانستان کې یې د جگړې نوې ستراتیژي

داده چې د افغانستان او پاکستان د سرحد دواړو خواوو ته په قبایلي سیمه کې به د افراطیت په خلاف مبارزه کوي.

د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز مایک مولن د چهارشنبې په ورې د ملک پارلمان ته دغې خبرې وکړې.

جمهور رئیس بوش د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فبروري تر میاشتې پورې به افغانستان ته ١٥ سوه نور عسکر لیږي. په افغانستان کې د امریکا د پوځ قومندانانو د ١٠ زرو اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده.

جنرال مولن وویل، د قواوو دغه زیاتول یو مهم او ښه پیل دی.

XS
SM
MD
LG