د لاس رسي وړ اتصالات

بیروت ته نژدې یو سوریه پلوه سیاستوال وژل شوی دی


لبناني چارواکي وایې بیروت ته نژدې په یوه بمي چاودنه کې یو سوریه پلوه سیاستوال په داسې حال کې وژل شوی چې ټاکل شوی په راتلوونکو څو ورځو کې سیالو ډلو ترمنځ د ملي پخلاینې خبرې پیل شي.

چارواکي وایې بم د چهارشنبې په ورځ هغه وخت وچاودید چې د یوی سیاسي او اسلامي فرقی مشرشیخ صالح اریدی په موټر کې د کلي په لور روان و.

اریدی په لبنان کې په تیر یو کال کې لمړنی ملي شخصیت دی چې وژل کیږي.

تیره میاشت لبنان او سوریې د تیرو شپیتو کلونو په موده کې د لمړي ځل لپاره د خپل منځي دیپلوماتیکو اړیکو د ټینگیدو خبر ورکړ. امریکا د شیخ صالح اریدي وژنه غندلې او د لبنان د حکومت د ملاتړ غږ یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG