د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د توغندیو په حمله کې ١٠ تنه وژل شوي


د پاکستان چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د توغندیو په یوه حمله کې چې فکر کیږي امریکايي قواوو به کړې وه، لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. پاکستان ویلي چې د خپل د خاورې د تمامیت دفاع به کوي.

چارواکي وايي، نن د جمعې په ورځ سهار وختي د میرانشاه پر ښار باندې له یوې الوتکې نه توغندي فیر شوي او پر یوه شخصي کور باندې لگېدلي دي. داسې فکر کیږي چې تندروانو له دغه کور نه استفاده کوله.

د پاکستان پوځي چارواکو او پارلمان پر خپله خاوره باندې په دې وروستیو وختونو کې هغه حملې غندلي چې شک کیږي امریکايي قواوو کړي وي.

د امریکا لوړ رتبه مقاماتو تائید کړې ده چې امريکايي قواوو په دې وروستیو کې د پاکستان په خاوره کې د افغانستان سرحد ته نږدې هوايي حملې کړي دي. دغه چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي جمهور رئیس بوش په تیر جولای کې قواوو ته اجازه ورکړه چې د پاکستان د حکومت نه اجازې له غوښتلو پرته کولای شي د پاکستان په خاوره کې حملې وکړي.

له بلې خوا، د پاکستان امنیتي مقاماتو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې په قبایلي سیمه کې یې د القاعده او طالبانو په خلاف په تازه عملیاتو کې نږدې سل تنه تندروان وژلي دي.

د یوه بل خبر لمخې، د امریکا د پوځ لوی درستیز، ستر جنرال مایک مولن ویلي چې په دغې اونۍ کې په افغانستان کې د امریکا په مشرئ د روانو عملیاتو لپاره نوې ستراتیژي جوړوي. ښاغلی مولن وايي، ددغې جگړې د گټلو اول شرط دا دی چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د تندروانو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG