د لاس رسي وړ اتصالات

مکین او سارا پیلین د دیموکرات گوند له کاندیدانو نه 'مخکي دي'


د امریکا د جمهوري ریاست د څوکی لپاره د جمهوري غوښتونکې گوند کاندید جان مکین او د مرستیالۍ لپاره کاندیده سارا پیلین د گوند د تیرې اونی د کنوانسیون نه وروسته په ښه زور سره خپل کمپاین ته ادامه ورکړې ده.

دوه نوې سروې گانې ښیي چې جان مکین او سارا پیلین د دیموکرات گوند له کاندیدانو بارک اوباما او جو پایډن نه مخکي دي. پام وکړی دې رپوټ ته

داسي ښکاري چې جمهوري غوښتونکې گوند نوي انرژي ترلاسه کړې وي. په رسمي ډول د گوند له لوري د کاندیدیدو نه وروسته مکین د خپل گوند د بشپړ ملاتړ نه برخمن ښکاري او له یوې نوي تگلارې سره خپل کمپاین ته ادامه ورکوي.

مکین: " مونږ هم باید د تاریخي بدلونونو سره سم د واشنگټن تگلاره بدله کړو."

د جمهوري غوښتونکې گوند نوي نعره د بدلون او ریفورمونه راوړل دي. خو په داسي حال کې جمهور رئیس بوش هم جمهوری غوښتونکی دی او په ولس کې محبوبیت نلري، د مکین د بدلون راوړلو شعار یو سخت چیلنج ښکاري. جان سایدز د جورج واشنگټن په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد دی

په داسي حال کې چې د ولس ستره برخه د اوسني جمهور رئیس د کارونو ملاتړ نکوي، د ریفورمونو شعار ډیر محبوبیت پیدا کولی شي.

مکین وایي "زه به بدلون راوړم، ما فلانی او فلانی کار کړی دی. اوباما او بایډن به وایي، نه دی نشي کولی ځکه دی هم د دهمدې ادارې کس دی چې ستاسو نه خوښیږي."

جان مکین په خپله سیاسي تجربه باندې نازیږي. دی په ١٩٣٦ کې زیږیدلی او پلار او نیکه یې دواړه د سمندري ځواکونو صاحب منصبان وو. پخپله هم هوایي پیلوت وو او د ویتنام په جگړه کې یې طیاره وویشتل شوه او پنځه کاله په شمالي ویتنام کې بندي شو او سخت شکنجه شو. په پای کې د یو ملي اتل په څیر بیرته هیواد ته راستون شو.

په لومړي ځل په ١٩٨٢ کې د کانگرس غړی شو او نن سبا یې د سناتوری څلورمه دوره ده. په دفاع او بهرنیو چارو کې ډیره تجربه لري. د جمهوري ریاست په کمپاین کې هم تر ټولو ډیر د خپلې پوځي او نړیوالې تجربې اسناد وړاندې کوي.

په همدې توگه جمهوري غوښتونکې وایي د مرستیالی لپاره د پیلین نومول به ددې گوند سره ډیره مرسته وکړې. پیلین د الاسکا د ایالت والي او د پنځو ماشومانو مور ده او خپل ځان یوه ریفورم پلوه جمهوري غوښتونکې گڼي.

د کمپاین په یوه غونډه کې یې د دیموکرات گوند په کاندیدانو باندې دا ډول لفظي حمله وکړه.

" زه د نومبر انتخاباتو ته په دې ډول گورم. په سیاست کې ځیني خلک شته چې د بدلون د شعار نه د خپل شخصي قد و قامت د لوړولو کار اخلي او بلخواد جان مکین په څیر خلک د خپلې تجربې نه د بدلون لپاره کار کوي."

بلخواپه ملي او نړیوال سیاست کې د هغې بې تجربتوب یوه ستره کمبودي بلل کیږي. خو د امریکا د انتخاباتو د تاریخ له مخې د جمهوري ریاست مرستیالانو د گوند په گټلو او بایللو کې د پام وړ نقش نه دی لوبولی.

" د وخت په تیریدو سره یو ځل چې هغه په سمه توگه وپیژندل شوه او خلک ورسره بلد شول، مونږ به ووینو چې مرستیالان د انتخاباتو په نتیجه باندې څومره لږ تاثیر لري. په دې هیواد کې تل همداسي شوي دي."

خو بیا هم د ځینو نظرپوښتنو د نتیجو په رڼا کې دا ویلی شو چې سارا پیلین د جان مکین د محبوبیت په ډیروالي کې مهم نقش لوبولی دی. په خاصه توگه په سپین پوسته ښځینه رای ورکوونکو کې چې د په عمومي انتخاباتو کې یې رایې ډیر مهمې بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG