په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې گزمې باندې چاودنه شوې او لږ تر لږه څلور تنه پکې وژل شوي دي.
د پوځ مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل چې داسې ښکاري چې دغه چاودنه یوه ځانمرگې حمله وه.
تر اوسه چا ددغې حملې مسئولیت ندی اخیستی.
له بلې خوا، پولیسو پرون د جمعې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې د یوې مدرسې په داخل کې چاودنه شوې او پنځه تنه پکې وژل شوي دي.
په چاودنه کې لږ تر لږه ١٠ تنه نور زخمي شوي دي. د پیښې اکثره قربانیان د مدرسې طالبان وو.